اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي خپل كلتوري ميراث سره تړون لرونكې او دې ته ودې وركوونكې قامونه په هر اعتبار كامياب شوي٬كلتوري اقدار علمي٬كلتوري او اقتصادي پرمختګ له بنياد ګرځي ٬د خوش نويسو محنت به دوي لپاره ګټور ګرځېدو سره سره د خوږ وطن نورو څانګو ته هم ګټه ورسوي بايد زلمي خوشنويس د نوي دور ايجادات د خپل فن ودې له د معاون په توګه وكاروي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د عبدالجيد پروين رقم د قامي خطاطۍ مقابلې نه پس غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثه ډويژن صلاحكار عرفان صديقي٬وفاقي سېكتر عامر حسن٬علماﺀ٬پوهان٬سفارتكار او ځوانان خطاط هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل د فنې خطاطۍ د بې تاجه باچا عبدالمجيد پروين رقم سره منسوب د خوشنويسۍ په دې لويه مقابله كښې د ځوانانو د قلم څخه وتللې د خوشنويسۍ چې كومې نمونې مونږ وليدلې د دې نه څرګندېږي چې د مسلمانانو دا تهذيبي ورثه د ميراث غوندې د يو نسل نه بل نسل ته منتقل كېږي او زما باور زيات شوې چې زمونږ د تهذيبي ورثې سباؤن روښانه دے۔ ده ووئېل زه باور لرم چې زمونږ ځوانان خطاط به په دې اړه د هېواد او قام نوم روښانه كړي۔اولس مشر ووئيل په پاكستان كښې د دې ښكلي فن وده او په دې كښې د ځوانانو خوښي لرل نه يوازې دا حقيقت څرګندوي چې زمونږ نوې نسل خپلې كلتوري ورثې څخه شعوري مينه لري بلكې د دې نه دا هم څرګندېږي چې په راتلونكو ورځو كښې به دا نه يوازې زمونږ د كلتوري غوندې او شوكت احياﺀ بلكې د قامي پرمختګ او قامي وقار د اضافې سبب وګرځي۔اولس مشر ووئيل د عرفان صديقي په مشرۍ كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن خذمات وستائېل او هيله يې څرګنده كړه چې داسې چارې به په سباؤن كښې هم روانې وساتلې شي۔اولس مشر د دې نه وړاندې د خطاطۍ د مقابلې ګډون كوونكو ته انعامات او اعزازت هم وركړل