اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي اولس رد كړي سياسي مګرمچان يوازې د اقتدار نه د بهر پاتې كېدو دړد لري ٬ ھغوي خپل دړد د اولس دړد سره په تړلو خپل مقاصد ترلاسه كول غواړي٬ دوي له به د ناكامۍ نه سېوا هېڅ په لاس ورنه شي٬ مولانا فضل الرحمن د كال 1988 نه پس په وړومبي ځل د اقتدار نه بهر پاتې شوې٬ د اقتدار نه بهر پاتې كېدل دوي له ناممكنه شوې وو ٬ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې معاشي استحكام لپاره اقدمات كېږي٬ د چين قطر او د سعودي پشمول دوست هېوادونه د معاشي چېلنجونو مخنيوي لپاره زمونږ مرسته كوي٬ مخالفه ډله پوهېږي چې كه د پي ټي آئي بجټ منظور شي نو د دې نه پس به هېواد كښې مستقل معاشي استحكام راشي٬ د دې نه پس د مخالفې ډلې چوره د خرڅېدو نه ده ٬ دې لپاره د اولس د ګرانۍ دړد خپل سياسي دړد ګرځولو تړلو سره د تحريك چلولو خبرې كوي٬ په وړومبي ځل به د مخالفې ډلې تحريك د دوي په سيمو كښې ساه د لاسه وركړي٬ كه د سیاسي نومولوده قیادت بيانيه خپلو ګوندونو هم رد كړه نو دوي به په كوم مخ اولس له ورځي۔ د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د نهې په ورځ د اېجوكېشنل اېكسپو 2019 پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په اېجوكېشنل اېكسپو كښې د برټس كونسل٬ د يو اېن اېس اي اېف پي، نسټ پوهنتون ، قائداعظم پوهنتون ، رفاہ انټرنېشنل پوهنتون ، زېبسټ پوهنتون ، اېئر پوهنتون ، بحریه پوهنتون پوهنتون، یونیورسټي آف لندن، علامه اقبال اوپن یونیورسټي، یونیورسټی آف لاهور، اقرا پوهنتون، یونیورسټي آف انجینئرنګ ټېکسلا او د آئي سي اېم اے پاکستان پشمول د ګرد هېواد د پبلك او نجي پوهنتونونو سټالونه لګولې دي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د مولانا فضل الرحمن په دړد پوهېږو ٬ د كال 1988 نه پس په وړومبي ځل هغه د اقتدار نه بهر پاتې شوې ٬ ھغوي خپل دړد د اولس دړد سره تړل غواړي٬ دې ووئېل مولانا ستاسو څيره اولس ښه پېژنې٬ ھغه د اقتدار نه بهر داسې ترسېږي لكه څنګه چې كب د اوبو نه بهر پاتې شي۔ دې ووئيل د اقتدار د سمندر مګرمچان په بهر ناسته ناقلاره دي٬ د دې خلقو په سوب چې اولس كومو ستونزو سره دے د هغې څخه خلاصولو لپاره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې كار كوٶ۔ ده ووئيل د حکومت كار د آئین، قانون سرلوړي ، د ادارو مضبوطيا او دوي اختيارمنده جوړولو سره د كرپشن خاتمه كول دي ٬ خاص مرستيالې ووئېل د اولس د حقونو تحفط لپاره حكومت شپه ورځ كار كوي٬ مخالفې ډلې له هم پكار دې چې ھغوي خپل آئيني كردار ترسره كولو سره اولس ته آسانۍ او قوانين لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل د احتجاج او تحریك كال وركوٶنكي نومولوده سیاسی قیادت دړكې خپلو ګوندونو هم رد كړې٬ دوي به د اولس لارو ته د راوېستلو او د بجټ منظورولو كښې د خنډ جوړېدو ادعاګانې پخپلو سينو كښې ښخې كړي ځكه چې اولس اوس دوي دهوكه كولې نشي ٬ خاص مرستيالې ووئېل په وړومبي ځل به داسې كېږي چې د نومولود قيادت تحريك به د دوي ارمان پاتې شي٬ مونږ د چا د ډهال ٬ چال او ذاتي عمل نه يرېدونكې نه يو ۔ دې ووئيل د پي ټي آئي حكومت اولس ته ځواب وركوٶنكې دے٬ اولس هم په دې پوهېږي چې دې سياستمدارو د هېواد بېړه غرقه كړې او خپل نوې كول ئې د جهالت تيرو ته ورديكه كړې٬ اولس شعور لري٬ دې ووئېل عمران خان خپل لارښود منونكي د مخالفې ډې په ناسمو ادعاګانو غوږ نه ګروي ٬ اوس خو 22 كروره اولس هم د كرپټ خلقو څخه د 24 زره اربه قرض حساب غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت د يو پوهنتون بجټ نه كموي خو د من پسند منصوبو لپاره هېڅ فنډ نه شته۔ د دې نه وړاندې دستورې ته خپلې وېنا كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ له به هېواد كښې د روايتي نه تعليم رسمي تعليم پلو تلل وي٬ نړۍ سره مقابلې لپاره به ټېكنالوجې بېسډ تعليم عام كول وي۔ دې ووئيل د وزیراعظم عمران خان لخوا د ټولو پوهنتونونو مشرانو له پېغام دے چې هېواد كښې معياري تعليم لپاره خپل كردار ولوبوي٬ د تحريك انصاف په منشور كښې يو ډول تعليم او تعليمي اصلاحات وړومبې ترجيح وه، خاص مرستيال ډاګتر فردوس عاشق اعوان ووئېل د وزیراعظم په مشرۍ او د تعليم وزير په نګرانۍ كښې كابينې د نوې اېجوكېشن پاليسۍ پحقله ځينې ترجيحات وړاندې كړې ٬ د تعلیم څانګه هر څو چې د اتلسم بدلون نه پس صوبو ته منتقل شوې او دې لړ كښې صوبو سره مشاورت هم كوو ٬ كومو صوبو كښې چې د پي ټي آئي او د اتحادي ګوندونو حكومت دے هلته تعليم ته پام لرنه كېږي۔ دې ووئيل معياري تعليم مدرسو او كليوالو سيمو سره تړل غواړو دغسې چې كليوالو او لرو پرتو سيمو كښې د تعليم پحقله د ښار سيمو برابر آسانۍ ترلاسه شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې پارلماني كمېټۍ غونډه كښې هم وزیراعظم پارلماني غړو له تجويز وركړې چې ھغوي د ګرد هېواد ټول سرکاري پوهنتونونه كالجونه او سكولونه په مازيګر كښې نجي سېكټر ته وركړي دغسې چې دا انفراسټركچر هېواد كښې معياري تعليم باوري كولو له خپل كردار ترسره كړې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم د تعليم وزير ته په دې لړ كښې د روډ مېپ جورولو امر كړې ٬ كه د دې پحقله قانون سازۍ ته ضرورت وي يا صوبائي حكومتونو سره مشاورت ٬ ھغه دې هم